هرات (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د ګڼېګوڼې ډېرېدو له امله په ښار کې کثافات ډېر شوي او دغه وضعیت دوی ته جدي اندېښنې پيدا کړې دي خو مسوولین ټینګار کوي چې د کثافاتو د منظم ټولولو او د کثافتدانیو د شمېر ډېرولو برخه کې هڅې روانې دي.
هغوی له پژواک سره خبرو کې د ښار په ځینو ساحو کې د کثافاتو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د کثافاتو د منظم ټولولو او د کثافتدانیو ډېرولو موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. هغوی وايي چې په ښار کې د کثافاتو ډېرېدل د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو لامل ګرځي او کثافتدانۍ باید پر وخت تشې شي.
د هرات ښار اوسېدونکي عبدالواسع صبور وویل چې د پاک ښار درلودو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو اړتیا ده، په ځانګړي ډول د کثافتدانیو زیاتول مهم دي. نوموړي زیاته کړه چې د ناروغیو له خپرېدو مخنیوی د کثافاتو د سم مدیریت له اړینو پایلو څخه ده او د ښاروالۍ ریاست باید خپلې هڅې لا ډېرې کړي.
نوموړي وویل، په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په راستنېدو سره د ښار نفوس زیات شوی او د وسایطو شمېر هم لوړ شوی، دا عوامل د کثافاتو د تولید کچه زیاتوي نو له همدې امله باید د کثافاتو د مدیریت او راټولولو ظرفیتونه هم پیاوړي شي.
د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی رحمتالله شیدا د ښار د پاکوالي برخه کې د خلکو پر همکارۍ ټینګار کوي او وايي، د ښار پاک ساتل یوازې د ښاروالۍ مسوولیت نه دی، بلکې ښاریان هم مکلف دي چې خپل کثافات ټاکل شوو ځایونو ته ولېږدوي.
هغه باور لري چې د خلکو له ګډون پرته ستونزمنه ده چې له کثافاتو څخه پاک ښار ولرو.
د چاپېریالساتنې یو شمېر کارپوهان هم خبرداری ورکوي چې په ښار کې د کثافاتو ډېرېدل د تنفسي ناروغیو زیاتېدو، د چاپېریال د ککړتیا او د نورو روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي.
هرات کې د چاپېریالساتنې یوه کارپوه جاسم اسلمي وویل، کورني او عمومي کثافات باید په منظم ډول مدیریت او له ښاره د عمومي کثافاتو ټولولو لپاره باید بېړني او منظم اقدامات وشي.
نوموړي زیاته کړه، که کثافات په سمه توګه مدیریت نه شي، د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي او د تنفسي ناروغیو احتمال زیاتوي.
ورته مهال، د هرات ښاروالۍ مسوولین د ښار د تنظیف برخه کې د لا ډېرو هڅو خبر ورکوي.
د یادې ادارې ویاند ناصر ارمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د تنظیف شاوخوا ۴۵۰ کارکوونکي په دوو کاري شیفتونو کې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کثافاتو ټولولو برخه کې کار کوي.
د هغه په وینا، هره ورځ له ښاره نږدې ۸۰۰ مترمکعب کثافات ټولېږي او له ښاره لرې سیمو ته انتقال او خښېږي.
ارمل زیاتوي، تر اوسه د ښار په ۴۰ برخو کې لویې کثافتدانۍ نصب شوې او دا لړۍ روانه ده. د هغه په وینا، په مزدحمو سیمو کې د کثافاتو ډېرۍ کېدو د مخنیوي لپاره ټاکل شوې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې کوچنۍ کثافتدانۍ هم ځای پر ځای شي.
دغهراز د ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، د دې ادارې د تنظیف پرسونل ترڅنګ ۳۵ خصوصي شرکتونه هم د ښار په کچه فعالیت لري چې کثافات ټولوي او ټاکل شوو سیمو ته یې لېږدوي.
ورته مال، ښاریان او کارپوهان ټینګار کوي چې د کثافاتو اغېزناک مدیریت د مسوولو ادارو ترمنځ لا زیاتې همغږۍ او د خلکو دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري څو د هرات ښار پر یوه پاک او سالم چاپېریال بدل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP