Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ درې اړخیزې لوبې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له زمبابوې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): ټاکل شوې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د کرکټ په درې اړخیزو سیالیو کې نن خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه له زمبابوې سره ترسره کړي.

د افغانستان، زمبابوې او پاکستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د مرغومي په څلورمه د زمبابوې په کوربه‌توب پیل شوې ده.

له زمبابوې سره د افغان لوبډلې نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې د هغه هېواد د پلازمېنې هرارې د سپورټ کلب لوبغالي کې ترسره کېږي.

دغه‌راز، په دغو سیالیو کې له کوربه زمبابوې سره د افغانستان لوبډلې لومړۍ لوبه د باران له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده او په دویمه لوبه کې یې له پاکستانه ماتې وخوړه.

د یادونې ده، افغان لوبډله په دغو سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په دویمه له پاکستان سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.