ایبک (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): سمنګان کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته کلن کورني بنده ژغورل شوې ده.
د سمنګان د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاده ښځه د خپلې کورنۍ د غړو له لوري د درهصوف ولسوالۍ په یوه کلي کې اته کاله په سختو شرایطو کې ساتل کېده چې د ځایي چارواکو له خبرېدو وروسته وژغورل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښځه له ژغورل کېدو وروسته لومړی د ولسوالۍ کلینیک او وروسته د لا ښې درملنې لپاره د سمنګان ولایتي روغتون ته ولېږدول شوه.
د مسوولینو په وینا، د یادې ښځې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
سرچینه زیاتوي، د دې قضیې په تړاو څو کسان نیول شوي او د نورو ښکېلو کسانو د پېژندنې او نیولو هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP