Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: تېر کال د کابینې غړو د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو په موخه ۹۹ بهرني سفرونه کړي

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): د ا.ا ویاند وایي، تېر کال د کابینې غړو د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو په موخه ۹۹ بهرني سفرونه کړي، څه باندې ۲۸۱ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه روزل شوي، نهه لوی بندونه جوړ یا تر کار لاندې دي، ۳۴۱ واړه بندونه جوړ شوي او د څه باندې ۳۵ زره روږدو درملنه شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تیر کال اسلامي امارت د ډیپلوماسۍ او له هېوادونو سره د اړیکو برخه کې ښه پرمختګ درلود، د دې ترڅنګ چې د روسیې له خوا په رسمیت وپېژندل شو، د ریاست‌الوزرا د مرستیالانو او وزیرانو په ګډون د کابینې غړو ۹۹ بهرني سفرونه درلودل چې د اقتصادي، تجارتي او ډیپلوماتیکو اړیکو په موخه ترسره شوي.

هغه لیکلي چې دغه‌راز تېر کال د دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د روزنې شمېر څه باندې ۱۸۱ زره  کسانو ته ورسېد. همدا ډول په یوه کال کې څه باندې سل زره پولیس په امنیتي، جنايي، سرحدي، لوجستیکی او نورو برخو کې له زده‌کړو فارغ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې نهه لوی بندونه یا تکمیل شوي او یا تر کار لاندې نیول دي، او ۳۴۱ واړه بندونه (چک‌ډيمونه) جوړ شوي چې اوبه به ورسره کنټرول شي.

مجاهد زیاته کړې، تېر کال په هېواد کې څه باندې ۳۵ زره معتادین درملنه شوي او عادي ژوند ته ګرځېدلي او دغه‌راز په لویو ښارونو کې ۱۰۶۶۴ سوالګر راټول شوي، تثبیت شوي او بیا د هر فقیر پر سر ۲۰۰۰ افغانۍ اعانه ورته مقرره شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو له مخې، تېر کال له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته دوه میلیونه او اته سوه زره افغان کډوالو بېرته راستانه شوي چې اکثریت یې ځای پر ځای شوي، پروسه یې ښه مدیریت شوې، خدمات ورته وړاندې شوي او اوس شهرکونه ورته د توزیع په حال کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.