ځايي سرچینې وايي، د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات د والي ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي د دې پېښې په تایید پژواک ته ویلي، چې دا پېښه پرون د بارانونو له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي دي.
بلخوا، بصیر احمد چې د اوبې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هم د پېښې پخلی کوي او وايي دا پېښه د اوبې ولسوالۍ د کبګان په کلي کې شوې ده.
د هغه په وینا، په دې طبیعي پېښه کې یوه ښځه له خپلو دوو لوڼو او دوو زامنو سره مړه شوې او د دې کورنۍ مېړه ټپي شوی دی.