هرات (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): هرات کې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۳۰ ځوانو جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول او ترڅنګ یې هرې جوړې ته شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ جهیزیه هم برابره شوې وه.
د «حبیبیار» خیریه بنسټ مسؤول عبدالحق صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ۱۳۰ جوړې له بېوزلو او اړمنو کورنیو پېژندل شوې دي او یاد بنسټ د واده د مراسمو د لګښتونو ورکولو سربېره هرې جوړې ته ۱۰۰ زره افغانۍ جهیزیه هم برابر کړې ده.
هغه زیاته کړه چې دا ډول مراسم هر کال ترسره کوي او د دغو پروګرامونو موخه له هغو ځوانانو سره مرسته ده چې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د ودونو د لوړو لګښتونو له امله یې کلونه ودونه نه دي کړي.
په همدې حال کې، یو شمېر زومان د دغو مراسمو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي او وایي چې کلونه د واده په انتظار وو، خو د کار نشتوالي او د لوړو لګښتونو له امله یې مراسم نه شوای ترسره کولای.
ذبیحالله چې د فراه ولایت اوسېدونکی او یو له زومانو دی، د واده ګډ مراسم نیول د ځوانانو د اقتصادي ستونزو کمولو لپاره اغېزناکه لاره بولي او له نورو خیرغوښتونکو هم غواړي چې د دې ډول پروګرامونو په نیولو سره بېوزلو ځوانانو تنه د واده زمینه برابره کړي.
قاري عصمتالله حنفي چې خپله هم کلونه کوژدن پاتې شوی و وایي، دا ډول مراسم د اقتصادي فشارونو کمولو ترڅنګ کولای شي نورو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخه هم ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP