کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې اتریش د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره له دې ادارې سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې په دې بودجه به خپل ملاتړي خدمتونه پیاوړي کړي او له کورنیو سره به مرسته وکړي، څو په خوندي او باعزته ډول خپلو کورونو ته ستنې شي.
یادې ادارې ټینګار کړی، ویلي یې دي: «د اتریش د یو میلیون ډالري سخاوتمندانه مرستې پر مټ به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري سږ کال خپل ملاتړي خدمتونه پیاوړي کړي، د بیا ادغام برخه کې به د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ وکړي او له کورنیو سره به مرسته وکړي، څو په خوندي او باعزته ډول خپلو کورونو ته ستنې شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP