Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سویس په سکي ښار کې اورلګېدنه؛ د مړه شوو کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سویس د سکي تفریحي ښار په یوه شراب‌خونه یا بار کې د اورلګېدنې پېښې د مړه شوو کسانو شمېر ۴۰ رسېدلی او ۱۱۵ نور ټپیان دي.

بي‌بي‌سي فارسي راپور ورکړی چې د ډېرو ټپیانو روغتیايي وضعیت «نازک» ښودل شوی او قربانیان د بېلابېلو ملیتونو وګړي دي.

د راپور له مخې، د سوځېدنې د شدت له امله ځیني جسدونه د پېژندنې وړ نه دي او د سویس قضايي چارواکو د «ترهګریز برید» احتمال رد کړی دی.

د سیمې د پولیسو قوماندان ویلي چې لومړیتوب د وژل شوو کسانو د هویت پېژندنه ده، څو د هغوی جسدونه ژر تر ژره کورنیو ته وسپارل شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د خپلو اتو وګړو د ورکېدو خبر ورکړی او وايي چې ښايي د قربانیان منځ کې فرانسوي اتباع هم شامل وي.

فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې د دې پېښې دوه ټپیان فرانسویان دي.

د یادونې ده، دا پېښه د نوي میلادي کال په شپه پر ځایي وخت د شپې ۱:۳۰ بجه شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.