Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترمپ: که ایران پر لاریون کوونکو ډزې وکړي، امریکا به د هغوی ژغورنې ته ورشي

د امریکا ولسمشر د ایران د خلکو اعتراضونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که د ایران حکومت پر لاریون کوونکو ډزې وکړي، د امریکا متحده ایالات به د هغوی «ژغورنې» ته ورشي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، نن (جمعه) په ایکس (X) کې په یوه پیغام کې لیکلي چې متحده ایالات دې حالت ته چمتو دي.

نوموړي ویلي: «که ایران پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي ووژني، چې دا یې دود دی، د امریکا متحده ایالات به د هغوی ژغورنې ته ورشي. موږ چمتو یو.»

د یادونې وړ ده چې ایران د روانې اوونۍ له پیله د ډالر د بیې او د توکو د قیمتونو د لوړېدو له امله د خپلو وګړو د اعتراضونو شاهد دی.

تر دې وړاندې، د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني د خپلې اوونیزې خبري ناستې پر مهال، د تهران په ځینو سیمو او ولسوالیو کې د اعتراضي غونډو د جوړېدو په تړاو ویلي وو: «موږ اعتراضونه پر رسمیت پېژنو؛ حکومت به نیوکه کوونکي غږونه هم واوري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.