Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر نیول غندلي

کابل (پژواک، ۱۴ جدی ۱۴۰۴): د چین هرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر او د هغه د میرمنې نیول غندلي او دغه اقدام یې د ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه بللی دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پرون ویلي و چې د متحده ایالاتو ځواکونه د وینزویلا پر وړاندې د نظامي بریدونو وروسته، د دې هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن نیولي او له هېواد یې ایستلي دي.

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه اووه چاودنې او د ټیټ لوړوالي الوتکو غږونه د شنبې په ورځ د محلي وخت شاوخوا د سهار دوه بجې په کاراکاس، د وینزویلا په پلازمینه کې اورېدل شوي وو.

د چین د بهرنیو چارو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هېواد له امریکا څخه د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې د زور ښکاره کارونې او د ولسمشر پر ضد اقدام څخه ژوره خواشیني څرګندوي او دا کار یې په کلکه غندلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه «سلطه‌ګرانه» کړنې د امریکا لخوا د نړیوالو قوانینو او د وینزویلا د حاکمیت جدي سرغړونه ده او د لاتیني امریکا او کارائیب په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره خطر پېښوي، او چین په کلکه له دغو اقدامونو سره مخالفت کوي.

چین له امریکا غوښتنه کړې چې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او اصولو ته ژمن پاتې شي او د نورو هېوادونو حاکمیت او امنیت ته درناوی وکړي.

دا د یادونې وړ ده چې روسیه او ایران هم د امریکا نظامي اقدام او د نیکولاس مادورو، د وینزویلا ولسمشر، د میرمنې سره نیول د دې هېواد د ملي حاکمیت څرګنده سرغړونه بللې او دا یې په کلکه محکوم کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا د امریکا د وینزویلا پر برید په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.