Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۴): رسنیو خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په لکي‌مروت او بنو سیمو کې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

د جیو نیوز په یوه راپور کې د لکي‌مروت د پولیسو د ویاند له قوله راغلي چې ناپېژانده وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو د دې سیمې په سرای نورنګ ښار کې درې ترافیک پولیس په ډزو وژلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد وسله‌وال له پېښې وروسته له سیمې وتلي دي.

دغه‌راز، په راپور کې د بنو د پولیسو له قوله راغلي چې د بنو په منډان سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو یو پولیس په ډزو وژلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مرغومي میاشتې په دویمه هم د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې په یوه وسله‌وال برید کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.