Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اردوغان ټرمپ ته: وېنزویلا باید د بې‌ثباتۍ لور ته سوق نه شي

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلېفوني خبرو کې ټینګار کړی چې د نړۍوالو قوانینو نقضول کولای شي په نړۍواله کچه جدي پایلې او پېچلتیاوې رامنځته کړي او وېنزویلا باید د بې‌ثباتۍ لور ته ټېل نه وهل شي.

متحده ایالتونو د مرغومي په ۱۳مه له یوه برید وروسته د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن ونیول او د نشه‌يي توکو د قاچاق اړوند تورونو د سپیناوي په موخه یې نیویارک ته ولېږداوه.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د کابینې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ هيڅ هغه اقدام نه تاییدوو چې د نړۍوالو قوانینو خلاف وي؛ زموږ هڅه دا ده چې هم د ترکیې او هم د دوست ولس وېنزویلا لپاره تر ټولو ښه ګامونه واخلو.»

هغه زیاته کړې چې له ټرمپ سره یې په ټیلېفوني خبرو کې د وېنزویلا د وضعیت په اړه د ترکیې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد باید د بې‌ثباتۍ پر لور ولاړ نه شي.

د ترکیې د ولسمشر په وینا، د هېوادونو د ملي حاکمیت نقضول او د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کول خطرناک ګامونه دي چې کولای شي په نړۍواله کچه جدي پایلې او پېچلتیاوې رامنځته کړي.

اردوغان د وېنزویلا له ولس څخه د ملاتړ په اعلان سره ویلي چې د ترکیې ولس او دولت به د سوکالۍ، ثبات او پرمختګ په لاره کې د وېنزویلا له دوست ولس سره ولاړ پاتې شي.

د راپور پر بنسټ، هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي چې ترکیه د هغو هېوادونو په سر کې ده چې په ټوله نړۍ کې د عدالت، مشروعیت او نړۍوالو قوانینو دفاع کوي. هغه زیاته کړې: «له غزې تر سوریې پورې، هر ځای چې بې‌عدالتي، قانون‌ماتونه او ظلم وي، موږ خپل دریځ په بشپړ ډول روښانه اعلان کړی دی. کله چې زموږ اصول مطرح وي، هيڅ ډول مصلحت‌پالنه نه کوو.»

د ترکیې ولسمشر دغه‌راز ټینګار کړی چې دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې داسې لاسته‌راوړنې ترلاسه کړې دي چې نړۍ یې له نږدې، په درناوي او ځیني وخت له حسد سره تعقیبوي او هيڅوک نه شي کولی د دغه پرمختګ مخه ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.