کابل (پژواک، ۱۶ جدی ۱۴۰۴): د هرات ولایت مقام وایي چې یو شمېر ترکي پانګهوال د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د هرات ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر ترکي سوداګرو د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدلي او د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
سرچینه زیاتوي چې یادو پانګهوالو په دې برخه کې د همکاریو او اړینو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د هرات والي شیخ مولانا اسلامجارد دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې محلي اداره د داخلي او بهرنیو پانګونو هر اړخیز ملاتړ کوي او ټولو پانګهوالو ته یې په صنعتي ښارګوټي کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، والي دغهراز ډاډ ورکړی چې د امنیت، عدالت، اداري شفافیت او له پانګهوالو سره بشپړه همکاري د محلي ادارې لومړیتوبونو کې دي او هڅه کوي په هرات کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته او د اقتصادي ودې، کارموندنې او د صنعت پراختیا زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP