Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نغلو لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴): نغلو کې د لمرېزې برېښنا تولیدي دستګاه چې د نږدې ۲۳ ميګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي ریيس ډاکټر عبدالباري نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې هېواد کې صنعت ورځ تر بلې په پراخېدو دی.

هغه زیاته کړه، اوس داسې فابريکې هم شته چې ۴۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري او دا د دوو ولايتونو په تناسب برېښنا ده؛ د نغلو لمرېزې برېښنا دستګاه به تر يوه بريده په دې برخه کې ستونزې راکمې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «برېښنا په اوسني عصر کې د انسان په بدن کې د وينې جريان په څېر ارزښت لري، موږ د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ په مسير کې د برېښنا انرژۍ د توليد له ګڼو توليدي سرچينو څخه ګټې اخيستنې ته مخه کړې.»

عمر وویل، د برېښنا شرکت پر خورا سترو پروژو کارونه پيل کړي، د ډبرو سکرو، د بادي او لمريزې برېښنا د توليد ګڼې پروژې تر کار لاندې دي. يوازې د عزيزي بنسټ پر ۱۶ پروژو له دې ادارې سره له نږدې کار کوي.

هغه زیاته کړه: «د دې سترې پروژې د ګټې اخيستنې مبارکي ټول ولس، د اسلامي امارت د رهبرۍ غړو ته وایم؛ ان‌شاءالله په دې تکل چې له هېواده به یوه ورځ برېښنا صادروو.»

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم وویل، افغانستان اوس مهال د کورونو لپاره له پنځه زره او صنعتي برخې ته له ۱۰ زره ميګاواټه ډېرې برېښنا ته اړتيا لري.

هغه زیاته کړه: «په همدې موخه نن د نغلو د ۲۲.۷۵ ميګاواټه پروژه عملآ ګټې اخيستنې ته سپارو او کولای شو چې له ۲۳ زره زياتو کورنيو ته برېښنا ورسوو.»

هغه زیاته کړه، اوس د برېښنا شرکت د ۱۲۰۰ ميګاواټه برېښنا د توليد په ظرفیت د پروژو پلې کېدو په حال کې دي.

د هغه په خبره، افغانستان اوس مهال د هستوګنیزې برخې لپاره له ۵ زره او صنعتي برخې ته بيا له ۱۰ زره ميګاواټه ډېرې برېښنا ته اړتيا لري.

د چارو ادارې لوی ریيس شيخ نورالحق انور هم وویل چې د برېښنا انرژي د هېواد د پرمختګ برخه کې اساسي اړتيا ده او د ا.ا مسوولين به په دې برخه کې دوامداره هلې ځلې کوي.

د امارتي شرکتونو لوی ریيس مولوي احمدجان بلال وویل،  د برېښنا سکټور کې ګنې پراختيايي پروژې تر کار لاندې دي.

د هغه په خبره، په بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا انرژي سکټور لويې پروژې پرانيستل شوې چې د چارو په بشپړاوي سره به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د هغه په خبره، ا.ا د ولس د هوساينې په موخه په سياست، اقتصاد او هر ډګر کې پراخې هڅې پيل کړې او د امنيت شتون اوس د هېواد د ځان بسياينې لپاره ښه بستر غوړولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.