Language

پولیس وايي پکتيا کې یې څلور “غله” له ١٦ میلیونه کلدارو سره نیولي دي

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴): د پکتيا امنیه قومانداني وایي، د “وسله والو غلو” هغه څلور کسيزه ډله یې نیولې چې وړمه ورځ يې له يو صراف څخه ۱۶ ميليونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغې څلور کسیزې ډلې د پکتیا زرمت ولسوالۍ په امیني‌خیلو سیمه کې د یو صراف د تښتولو هڅې پر مهال، د هغه له موټر څخه ١٦ میلیونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
سرچینه زیاتوي چې صراف د یادې ډلې له لوري په پښه ټپي شوی و، خو اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو ياده څلورکسیزه ډله نیولې او غلا شوې پیسې یې هم ترې ترلاسه کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاد نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته، اړوندو عدلیې او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.