کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴): د پکتيا امنیه قومانداني وایي، د “وسله والو غلو” هغه څلور کسيزه ډله یې نیولې چې وړمه ورځ يې له يو صراف څخه ۱۶ ميليونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغې څلور کسیزې ډلې د پکتیا زرمت ولسوالۍ په امینيخیلو سیمه کې د یو صراف د تښتولو هڅې پر مهال، د هغه له موټر څخه ١٦ میلیونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
سرچینه زیاتوي چې صراف د یادې ډلې له لوري په پښه ټپي شوی و، خو اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو ياده څلورکسیزه ډله نیولې او غلا شوې پیسې یې هم ترې ترلاسه کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاد نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته، اړوندو عدلیې او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP