نیلي (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴): عاقله محمدي، په دایکنډي کې یوه ځوانه قابله ده چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په خپلو لاسونو ۴۰۰ بریالي زېږنونه ترسره کړي دي. نوموړې وایي، هغه وخت تر ټولو ډېر د ارامتیا احساس کوي چې د یوې مور درد کم کړي او یو روغ ماشوم نړۍ ته راشي.
عاقله محمدي د دایکنډي ولایت د نیلي ښار اوسېدونکې ده. هغې د قابلهګۍ په څانګه کې د لیسانس تر کچې زدهکړې کړې او د نرسنګ لنډمهاله کورسونه یې هم لوستي دي. نوموړې همدارنګه په روغتیایي انسټیټیوټونو کې د تدریس تجربه هم لري.
له ۵۰۰ ډېر زېږونونه؛ هغه تجربه چې له ژمنتیا سره غوټه ده
عاقله محمدي په ۱۴۰۱ لمریز کال کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکزه تر فراغت وروسته، د دایکنډي په روغتونونو او په کابل کې د سره صلیب په روغتون کې د نسایي ـ ولادي څانګو کې کار کړی دی. په دې موده کې د هغې له خوا له ۵۰۰ ډېر زېږونونه ترسره شوي چې په وینا یې، دا یې تر ټولو لویه کاري سرمایه ده.
نوموړې دا مهال په کوم روغتون کې رسمي دنده نه لري، خو د خپل کلي په کچه لا هم مېندوارو ښځو ته ولادي خدمتونه وړاندې کوي.
دغه قابله وایي، هغه وخت تر ټولو زیات سکون احساسوي چې د یوې مور درد کم کړي.
عاقلې په یوې نرمې موسکا سره وویل: «کله چې د ولادت پر مهال له یوې ښځې سره مرسته کوم، د خوښۍ او ارامتیا احساس راته پیدا کېږي؛ ان په هغو شپو کې چې بېخوبه یم، د ناروغې ښه کېدل مې ټوله ستړیا له منځه وړي.»
د دې قابلې خوږې او ترخې خاطرې
عاقله محمدي د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ د یوې سړې شپې خاطره داسې بیانوي: «یوه بېوزله ښځه چې د ولادت لپاره یې لسګونه کیلومتره لار وهلې وه، د دې لپاره چې د ولادت دقیق وخت یې نه و رسېدلی، روغتون ونه منله؛ نه یې د بېرته ستنېدو پیسې لرلې او نه یې د شپې د اوسېدو لګښت، خو ما د روغتون اصول مات کړل، ناروغه مې خپلې خونې ته بوتله، خپله حق ډوډۍ مې ورسره نیمه کړه، په سبا یې زېږون وشو.»
د محمدي په خبره چې هماغه شپه یې ښځو ته د خدمت لپاره ژمنتیا نوره هم ډېره شوه.
خو مېرمن عاقله محمدي خپلې د زدهکړو دورې یوې ترخې خاطرې ته په اشاره وویل: «کله چې موږ په یوه روغتون کې د ټرینرانو په توګه شامل شوو، د روغتون ټول پرسونل، ان ملازمینو هم له موږ سره بد چلند کاوه، موږ اړ وو چې کار له خپلو استادانو په پټه زده کړو. هغه وخت ناوړه او سپککوونکی چلند زموږ پر روحيې ناوړه اغېز وکړ.»
د عاقلې له نظره په دایکنډي کې د ښځو روغتیایي ستونزې
عاقله محمدي وایي، د دایکنډي اوسېدونکي تل د ژوند د اسانتیاوو له کمښت او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي کې له ستونزو، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د ښځو لپاره شکایت لري.
د هغې په خبره، په لرو پرتو سیمو کې مېندوارې ښځې له سختې کمخونۍ سره مخ دي؛ ځکه نه منظمو روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی لري او نه د روغتونونو ته د تګ مالي توان.
نوموړې زیاته کړه، ډېرې کورنۍ او ښځې د مېندوارۍ پر مهال او وروسته د پاملرنې، د ولادتونو ترمنځ د وقفې او نورو موضوعاتو په اړه کافي پوهاوی نه لري؛ که د پوهاوي کچه لوړه شي او سپارښتنې عملي شي، ډېری روغتیایي ستونزې د مخنیوي وړ دي.
محمدي وایي، ډېری وخت د دغه ولایت ښځو ته د یادو موضوعاتو په اړه پوهاوی هم ورکوي.
د ناروغانو رضایت او د ټولنې غوښتنې
حمیده، چې د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وایي: «څو ځلې قابله محمدي ته تللې یم، تل یې راسره په مهربانۍ چلند کړی؛ کله چې مې پیسې نه لرلې، له ما یې پیسې وانه خیستې. کاش ټول ډاکټران له بېوزلو ناروغانو سره همداسې چلند وکړي.»
نوموړې چې په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت یوه جدي ستونزه بولي، زیاته کړه: «زموږ غوښتنه د عامې روغتیا له مسوولینو دا ده چې د ښځینه ډاکټرانو شمېر زیات کړي او له ډاکټرانو غوښتنه کوو چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي.»
دغهراز د دایکنډي د مرکز نیلي ښار اوسېدونکې رحیمه وایي: «قابله عاقله جان زموږ د ښځو لپاره د ژغورنې فرښته ده، هر وخت رسېدنه کوي. زما خپل درې اولادونه د قابله عاقلې په لاس نړۍ ته راغلي، برکتي لاسونه لري.»
نوموړې وویل، د لارو سختوالي او د روغتیایي مرکزونو د کمښت له امله د دغه ولایت اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې، له روغتیایي ستونزو سره مخ دي.
هغې زیاته کړه: «په دایکنډي کې یوازې یو د نسایي ولادي متخصص دی؛ له بده مرغه د روغتونونو وضعیت ښه نه دی، ولایتي روغتون چې د ولایت تر ټولو ښه روغتون دی، په ځینو برخو کې متخصصین نه لري، ډېر کسان له لرو پرتو سیمو دغه روغتون ته راځي، خو د بستر او ځای د نشتوالي له امله ځینو ناروغانو ته ویل کېږي چې تر خالي کېدو پورې په هوټل کې پاتې شي.»
موږ غوښتل چې په دغه راپور کې د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست نظر هم ولرو، خو له بده مرغه له هغوی سره په اړیکه نیولو بریالي نه شوو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP