کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴): د ژمي له رارسېدو سره هممهاله د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوا ککړتیا له ډېرېدو شکایت کوي؛ هغه ستونزه چې د ډاکټرانو په خبره، د ښاریانو پر روغتیا منفي جدي اغېزې لري او اړتیا ده چې خلک په خلاصه فضا کې د تګ راتګ پر مهال د هوا تصفیهکوونکي ماسکونه وکاروي.
ځیني ښاریان شکایت کوي چې تنفسي او نورې ناروغۍ ورته پیدا شوې او ډاکټران د دغو ناروغیو اصلي لامل د هوا د ککړتیا زیاتوالی بولي.
خو د چاپېریالساتنې ملي اداره وایي چې د فابریکو، لوړپوړو ودانیو او دودکوونکو موټرو په دوامداره څارنې سره هڅه کوي په کابل کې د هوا ککړتیا ډېرېدو مخنیوی وکړي.
په ژمي کې د هوا ککړتیا د ښاریانو روغتیا ته جدي ګواښ
د «سروري ميډیکل کمپلېکس» په نوم روغتون کې د فامیلي طب متخصص، ډاکټر محمودخان ځاځي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هوا ککړتیا د نړۍ یو له لویو ستونزو ده چې افغانستان هم ترې مستثنا نه دی او د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ بلل کېږي.
د هغه په خبره، هر کال د ژمي په رارسېدو سره د بېکیفیته او دودکوونکو سونتوکو د استعمال له امله د هوا ککړتیا زیاتېږي.
هغه په هوا کې د مضره ګازونو ډېرېدو ته په اشاره وویل، د هوا ککړتیا کولای شي د تنفسي او زړه ناروغیو او ان د سرطان لامل شي او تر ډېره ماشومان او زاړه کسان تر خپل اغېز لاندې راولي.
ډاکټر ځاځی زیاتوي، په هغو ورځو کې چې د هوا ککړتیا ډېره وي، ښاریان باید له اړتیا پرته ل کورونو ونه وځي.
هغه سپارښتنه وکړه چې د هوا ککړتیا پر وړاندې د خوندیتوب لپاره دې له تصفیهکوونکو ماسکونو استفاده وشي او کورنۍ دې د بېکیفیته دودکوونکو وسایلو له استعماله ډډه وکړي.
دغهراز ډاکتر نصرتالله ارش چې د کابل په یوه روغتون کې د داخله ناروغیو او الرژۍ متخصص دی، وویل چې ککړه هوا د روغتیا لپاره زیانمنه ده؛ ځکه چې خطرناک ګازونه لري.
هغه زیاته کړه، د مضرو دودکوونکو توکو سون د هوا د ککړتیا لامل ګرځي او په پایله کې حساسیتونه، سابندي، سرګرځېدنه، سردرد او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کوي.
هغه له ښاریانو وغوښتل چې په خلاصه فضا کې د تګ راتګ پر مهال ماسک وکاروي او همدارنګه تر وسه دې د کورونو ګرمولو لپاره له بېکیفیته سونتوکو ډډه وکړي.
د تنفسي ناروغیو په اړه د خلکو شکایتونه
بيبي قدسیې چې د کابل د خیرخانې اوسېدونکې ده او د سینه او بغل ناروغي لري، د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، د هوا ککړتیا دومره ډېره شوې، په ځانګړي ډول د ماښام مهال، د ډېر غلیظ لوګي له امله لار نه لیدل کېږي او تګراتګ ستونزمنوي.
هغې زیاته کړه: «هوا دومره ککړه ده چې سخته سابندي لرم، نه شم کولای له کوره بهر وګرځم، درمل هم خورم خو نه ښه کېږي.»
له بلې خوا، شهباز (مستعار نوم) چې د کابل بل اوسېدونکی دی وویل: «د کابل هوا له حده زیاته ککړه شوې او زموږ ټولو روغتیا ته مضره ده.»
هغه ټینګار وکړ، خراب اقتصادي وضعیت خلک دې ته اړ کړي چې د کورونو تودولو لپاره د ډبرو له سکرو، ټایرونو، زړو توکو او نورو ککړوونکو موادو کار واخلي او د موټرو تراکم هم د هوا ککړتیا ډېرېدو له مهمو لاملونو دی.
نبیلا چې د کابل د اتمې ناحیې اوسېدونکې او د درېیو ماشومانو مور ده وویل چې د مېړه له بېکاره کېدو وروسته اړه شوې چې په بخارۍ کې پلاستیکونه او زاړه ټایرونه وسوځوي.
هغې زیاته کړه: «زما مېړه بېکاره شوی، درې کاله کېږي چې په ژمي کې د خونې تودولو لپاره ټایرونه او پلاستیکونه سوځوو؛ مجبور یو، بله چاره نه لرو.»
هغې د ورښت کېدو ته د هیلې په څرګندولو وویل چې دغه څه به د هوا ککړتیا کمه کړي.
هغې زیاته کړه: «خلک ملامت نه دي؛ دولت باید هڅه وکړي او په ژمي کې بېوزلو کورنیو ته لرګي او سکاره ووېشي، څو خلک اړ نه شي چې پلاستیک او زاړه ټایرونه وسوځوي.»
د سونتوکو پلورونکي: د ډبرو سکرو ارزاني د هوا د ککړتیا یو له لاملونو دی
د سونتوکو یو پلورونکی حمید وایي چې دا مهال د ډبرو سکاره تر ټولو ډېر پلور لري؛ ځکه قیمت یې ارزانه دی او ډېر خلک د لرګیو اخیستلو توان نه لري.
د هغه په خبره، د ډبرو سکاره د لرګیو په نسبت ډېر غلیظ او زیانمن دود لري چې د هوا ککړتیا زیاتوي.
د چاپېریالساتنې اداره په کابل کې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د څارنې له زیاتېدو خبر ورکوي
د چاپېریالساتنې ملي ادارې د څارنې او تفتیش ریاست د اصنافو د څارنې امر احمدالله شېرزاد وویل چې دا اداره د اړوندو ادارو په همکارۍ، په ځانګړي ډول په کابل او د افغانستان په لویو ښارونو کې د کال له پیله تر پایه دوامداره څارنه کوي.
د هغه په خبره، د ادارې څارنیز ټیمونه ککړوونکي فعالیتونه په نښه او پر وړاندې یې لازم اقدامات کوي.
همدارنګه تولیدي مرکزونو، په ځانګړي ډول فابریکو ته سپارښتنه کېږي چې معیاري فلټرونه نصب کړي.
هغه زیاتوي چې د ژمي لپاره په کابل کې ځانګړي پلانونه شته او ان هغه لوړپوړې ودانۍ چې د مرکزګرمۍ سیسټم لري، تر څارنې لاندې نیول شوې او ورته د فلټر پر نصب ټینګار کېږي.
هغه یادونه وکړه چې پر لوړپوړو ودانیو او حمامونو څارنه روانه ده او نږدې ټولو یې فلټرونه نصب کړي دي.
له بلې خوا، دودکوونکي موټر درول شوي څو له ترمیم وروسته بېرته فعالیت پیل کړي، او هڅه کېږي چې د استعمالېدونکو سونتوکو کیفیت هم مناسب وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP