Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلیلزاد: د دوحې تړون په اړه د پاکستان د پوځ ویاند انګېرنه ناسمه ده

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له خوا د اسلامي امارت او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې تړون په اړه شوی برداشت «اشتباه» دی، ځکه دا تړون یوازې د افغانستان او امریکا ترمنځ دی.

په همدې حال کې، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پانه لیکلي چې احمد شریف چودري په خپله وروستۍ وینا کې د متحده ایالاتو او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون ته اشاره کړې، خو دا چې هغه دا تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړوند ګڼي، دا یوه ناسمه انګیرنه ده.

هغه زیاته کړې: «خو دا مفکوره په پای کې یوې جالبې نظریې ته لاره هواروي. په حقیقت کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو ورته تړون، چې پکې دواړه هېوادونه ژمن شي هېڅ فرد یا ډلې ته، د داعش او تحریک طالبان پاکستان په ګډون، اجازه ور نه کړي له خپلې خاورې د بل هېواد د امنیت د ګواښ لپاره له خپلې خاورې کار واخلي، او همدارنګه ومنل شي چې د درېیمګړي له لوري په دې اړه څارنه وشي، دا کولای شي د دواړو هېوادونو لپاره ګتور وي.»

هغه وايي، د هغو وروستیو خبرو پر بنسټ چې د اسلامي امارت له مشرانو سره یې کړې دي، هغوی چمتو دي چې د داسې یوه تړون په اړه خبرې وکړي.

خلیلزاد وایي دا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې یو بنسټیز بدلون رامنځته کړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي یادونه کړې چې دا مهال توپ د پاکستان په میدان کې دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري یو ځل بیا پر تورونو لاس پورې کړی او ادعا یې کړې چې افغانستان د «نړیوالې ترهګرۍ» په مرکز بدل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې نه یوازې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې د یو مسوول پوځ له موقف او معیارونو سره هم په ښکاره ټکر کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.