کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په تېر حکومت کې د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني غړي عبدالقهار قدیر او د سرحدي پولیسو د عمومي ریاست د مرستیال رحمتالله عیار په ګډون ۲۰ کسانو ته د مصؤنیت کارتونه ووېشل.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند مولوي احمدالله وثیق وایي وویل، نن چې کومو کسانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول، د دغه کمېسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه، د تماس کمېسیون د جوړېدو تر دې مهاله ۱۳۳۶ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او ۱۲۸۶ کسانو ته د مصؤنیت کارته وېشل شوي دي.
هغه وویل: «له هغې ورځې چې افغان شخصیتونه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، هغوی اوس په یوه ډېره خوشحاله فضا کې وخت تېروي، تر اوسه پورې موږ ته داسې قضیه نه ده راغلې چې د حکومت له لوري او یا له ځینو نورو اړخونو څخه دې ورته کوم ګواښ یا تهدید متوجه شوی وي، که احیاناً په کومو لرو پرتو سیمو کې کوم چا ته تهدید متوجه شوی وي، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسېون یې ستونزو ته رسېدنه کړې ده او هغه کسان چې ستونزې یې ورته پیدا کړې وې، امنیتي ارګانونو ته احضار شوي دي او ستونزې حل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د یو شمېر راستنو شوو کسانو حقوقي قضيې د کمېسیون د قضایي اړخ له لوري حل شوې دي.
د نوموړي په خبره: «د تماس کمېسیون په دې خوشحاله کېږي هغه کسان چې بېرته راځي، د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او خوشحاله ژوند وکړي.»
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رییس شیخ شهابالدین دلاور وویل، افغانستان یوازې په یوه شخص او کوم لوري پورې اړه نه لري، په دغه هېواد کې ټول خلک یو شان حقوق لري.
هغه زیاته کړه، د ټولو افغانانو عزت په افغانستان کې دی، نه په هغو بهرنیو هېوادونو کې چې دوی په کې اوسېږي.
نوموړی وایي، په افغانستان کې اوس امنیت تامین دی، اقتصادي او د ابادۍ کارونه روان دي.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسېون له لارې هېواد ته راستون شوی د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالقهار قدیر وایي، خوشحاله دی چې بېرته خپل هېواد ته راستون شوی دی.
هغه زیاته کړه: «دا زموږ خپل وطن دی، باید خپل نظام تقویه کړو، همکاري ورسره وکړو، څو پرمختګ وکړو.»
هغه له نورو کسانو هم غوښتنه وکړه چې راشي او د هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP