Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سعودي د حج او عمرې لپاره د افغانانو د ونډې ډېرولو ژمنه کړې ده

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴): د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان لپاره د حج او عمرې د ونډې ډېرولو ژمنه کړې ده.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړۍوالو همکاریو له مرستیال وزیر دکتور عبدالفتاح مشاط سره وکتل.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د حج د سهمیې پر زیاتوالي، د عمرې ویزو د شمېر پر ډېرولو، حاجیانو او معتمرینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او همدارنګه د حج او عمرې اړوند د یو لړ تخنیکي، اداري او همغږیزو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، سعودي اړخ په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د عمرې ویزو د زیاتوالي ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې به لازمې همکارۍ ترسره شي.

یاد وزارت لیکلي چې هغه همدارنګه د افغانستان لپاره د حج سهمیې د زیاتوالي په تړاو په راتلونکي کې د همکارۍ وعده وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.