Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مرګ‌ژوبلو او غبرګونونو له راپورونو سره هم‌مهاله په ایران کې د اعتراضونو دوام

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴): د ایران په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن اعتراضات څوارلسمې ورځې ته غځېږي؛ هم‌مهاله د مرګ‌ژوبلې راپورونه، د تهران او واشنګټن متقابل غبرګونونه او د بهرنیو عواملو د رول په اړه د ایراني چارواکو څرګندونو وضعیت لا ترینګلی کړی دی.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضات چې د اقتصادي ستونزو او د ایراني تومان د ارزښت کمېدو له امله پیل شوي، څوارلسمې ورځې ته وغځېدل.

ټایمز مجلې په تهران کې د یوه ډاکټر له قوله ادعا کړې چې د ایران د پلازمېنې په شپږو روغتونونو کې د لږ تر لږه ۲۱۷ معترضینو مړینه ثبت شوې چې «ډېری یې په مرمیو» وژل شوي دي.

د ایران حکومت تر اوسه د وژل شوو دغه شمېر نه دی تایید کړی، خو د امنیتي ځواکونو په ګډون د یو شمېر کسانو وژل کېدل یې تایید کړي او لیکلي یې دي، له هغه وروسته چې په ښارونو او بېلابېلو سیمو کې ګډوډي رامنځته شوه، تهران هم د «وسله‌والې وحشیانه ترهګرۍ» له بریدونو اغېزمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی و، که چېرې معترضان وځپل شي، امریکا به د هغوی د ملاتړ لپاره مداخله وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ایراني چارواکي باید د ټرمپ خبرداري جدي ونیسي.

هغه لیکلي چې د عراق رهبري هم باید ایران ته د ملېشو له لېږلو مخکې غور وکړي.

د ایران رهبر علي خامنه‌يي د ډونالد ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «ټرمپ به هم د نړۍ د نورو مستکبرانو په څېر راوپرځي.» خامنه‌يي ویلي چې ټرمپ باید د ایران په چارو کې د لاسوهنې پر ځای، د خپل هېواد پر کورنیو ستونزو تمرکز وکړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په لبنان کې ویلي: «د ایران د روانو ګډوډیو تر شا امریکا او اسرائیل لاس لري.»

تسنیم د ایران اوسني وضعیت ته په اشاره د سپاه پاسداران له قوله لیکلي: «د دغه وضعیت دوام د منلو وړ نه دی او د وروستیو ترهګریزو پېښو د قربانیانو وینه د هغوی د طرحه‌کوونکو پر غاړه ده.»

سپاه پاسداران د جبران حق د ځان لپاره مشروع بللی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.