Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه کې د پام وړ کموالی

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۴۶۱ میلیارد امریکایي ډالره وه، خو دغه اندازه په ۲۰۲۵ کال کې یو اعشاریه ۷۶۶ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د شاوخوا ۸۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو دغه رقم په ۲۰۲۵ کال کې ۵۰۵ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې چې پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د یو اعشاریه ۶۴۴ میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت واردات لرل، خو په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان ټول واردات یو اعشاریه ۲۶۱ میلیارد ډالرو ته راکم شوي دي.

دا شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال په پرتله د ۶۹۵ میلیون ډالرو په اندازه راټیټه شوې ده.

د راپورونو له مخې، پاکستان نږدې درې میاشتې مخکې وروسته له هغه له افغانستان سره سوداګریزې لارې وتړلې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان حریم نقض کړ او د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې بریدونه ترسره کړل، وروسته افغان ځواکونو هم غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل. له دې مخکې هم پاکستان وخت ناوخت سوداګریزې لارې بندولې او بالاخره اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې له دغه هېواد سره سوداګریزه راکړه ورکړه ودروي.

افغان چارواکي وایي چې له سوداګریزو او بشري مسایلو د پاکستان سیاسي استفادې دغه اقدام حتمي او اجباري کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.