Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانونو او پټرولیم وزارت یو پلاوی اوزبیکستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومي ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت یو شل کسیزه پلاوی د ظرفیت لوړولو په موخه اوزبیکستان ته ولاړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شل کسیزه پلاوی د کانونو او پټرولیم وزارت د انسټیټیوټونو د رئیسانو تر مشرۍ لاندې د ظرفیت لوړولو او مسلکي ودې په موخه تللی دی او هلته به ۲۸ ورځې تېري کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دې سفر موخه د معیار لرونکو لابراتوارونو د بېلابېلو فني برخو لیدنه، له پرمختللو لابراتواري تجهیزاتو او طریقو سره اشنا کېدل او د عملي تجربو تبادله ده.

خبرپاڼې له مخې، دا سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فني او علمي همکاریو په چوکاټ کې ترسره شوی او تمرکز یې په لابراتواري معیارونو ښه کولو، د کیفیت کنترول او د معادنو په برخه کې د فني ظرفیتونو لوړولو باندې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.