Language

سویډن د افغانستان له ځانګړي اماني صندوق سره ۶.۴ میلیونه ډالر مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۱ جدی ۱۴۰۴): سوېډن د افغانستان له  ځانګړي اماني صندوق سره ۶.۴ میلیونه ډالر مرسته کړې او دغه صندوق اعلان کړی چې دا پیسې به له بې‌ځایه شویو کسانو سره د مرستې په برخه کې ولګول شي.

یاد صندوق پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دغه مرسته له شاوخوا ۶۰ میلیونه سویډني کرون سره برابره ده.

سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مرسته به د بې‌ځایه شویو کسانو د اقتصادي او اقلیمي مقاومت اړوند ضروري خدماتو د زیاتوالي سبب شي.

یادونه وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د افغانستان ځانګړي اماني صندوق د ایټالیا له خوا د ۲.۴ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی و.