Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند په ودودرا ښار کې د یوه افغان محصل مړی موندل شوی

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴): هندي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ودودرا ښار کې د یوه افغان محصل مړی موندل شوی دی.

د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه افغان وګړی ۳۴ کلن و او د «اېم‌اېس» پوهنتون د انجینري پوهنځي د دوکتورا دورې محصل و. نوموړی د هند د ودودرا ښار د فتح‌ګنج په سیمه کې په یوه استوګنیز اپارتمان کې اوسېده.

د راپور له مخې، د دغه محصل مړی د طبي معایناتو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوی او پولیس اټکل کوي چې ښايي دا پېښه د ځان‌وژنې له امله رامنځته شوې وي.

سرچینې زیاته کړې چې د پېښې د لا روښانتیا لپاره د مړه شوي کس موبایل تر څېړنې لاندې نیول شوی دی.

د راپور په دوام کې ویل شوي چې د دغه محصل د ملګرو په خبره، کله چې نوموړي د هغوی پرله‌پسې زنګونو او د خونې دروازې ټکولو ته ځواب ورنه‌کړ، موضوع پولیسو ته راپور شوه؛ پولیسو خونې ته له دننه کېدو وروسته د هغه مړی وموند.

سرچینې لیکلي چې د دې پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره د پولیسو څېړنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.