کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴): د سرپل امنیه قومانداني وایي چې پولیسو د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې دوه ماشومان د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلي او ورسره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
د سرپل د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ماشومان د دغه ولایت د مرکز له قاضي کینتي سیمې تښتول شوي وو او امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې له ۱۱ ساعتونو وروسته یې پیدا او کورنۍ ته یې ور وسپاري.
سرچینه زیاتوي چې یادې تښتونې په تړاو یې درې کسان نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP