Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا خپلو وګړو ته له ایرانه د وتلو سپارښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو له خپلو هغو اتباعو چې په ایران کې دي، غوښتي چې هر څو ژر له دغه هېواده ووځي.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن لاریونونه، چې د اقتصادي ستونزو او د تومان د ارزښت کمېدو له امله د حکومت پر ضد پیل شوي، اوولسمې ورځې ته داخل شوي دي؛ هم‌مهاله، د مرګ‌ژوبلې راپورونه، د تهران او واشنګتن متقابل غبرګونونه او د بهرنیو عواملو د رول په اړه د ایراني چارواکو څرګندونو وضعیت لا پسې ترینګلی کړی دی.

د سي‌بي‌سي د راپور له مخې، امریکا په هغه خبرداري کې چې د ایران لپاره یې د خپل انلاین سفارت په ويب‌سایټ کې خپور کړی، ویلي: «همدا اوس ایران پرېږدئ، او له ایران د وتلو لپاره داسې پلان ولرئ چې د امریکا د حکومت پر مرستې متکي نه وي.»

په دغه پیغام کې راغلي: «هغو امریکایي اتباعو ته چې د ایران پرېښودو توان نه لري، سپارښتنه کېږي چې یو خوندي ځای پیدا کړي، خوراکي توکي او نور اړین مواد ذخیره کړي او د خپل شاوخوا وضعیت ته متوجه واوسي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې که معترضین وځپل شي، امریکا به د هغوی د ملاتړ لپاره مداخله وکړي.

د ایران د اسلامي شورا مجلس رییس محمدباقر قالیباف د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلي وو چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، په سیمه کې د امریکا پوځي اډې، اسرائیل او امریکایي بېړۍ به د ایران «مشروع هدفونه» وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.