Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: په ټول توان د راستنو شویو د ستونزو حل ته د رسېدنې هڅې کوو

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي، افغانان د دین او هېواد د خپلواکۍ د ساتنې په موخه کډوالۍ ته اړ شوي، هر راستون شوی افغان د قدر وړ دی او په ټول توان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونوتر څنګ راغلي چې د دغه وزارت وزیر، مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر پر مهال دغه ولایت ته د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره کتلي او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې په ټولو ولایتونو کې اړمنو راستنو شویو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې زرګونو کورنیو ته به نغدي او د خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.

ده له مرستندویو ادارو او اهل خیر خلکو غوښتنه وکړه، چې له راستنو شویو سره مرسته او د هغوی لاس نیوی یې وکړي.

هغه د روانې مرغومې په پیل کې ویلي و چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۶،۸ میلیونه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي او ۱،۳ میلیونه خلک بیا هېواد کې د ننه د طبیعي پېښو له امله بېځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو په ډېرو هېوادونو کې ژوند کوي، د ثبت شوو شمېر یې له شپږ میلیونه اوښتی او ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.