پاراخ (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴): چارواکي وایي د پنجشېر ولایت څلور زره او ۱۷۷ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۴۷ زره او ۶۱۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د یاد ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد زمرد پر کورنیو سوداګرو، د پنجشیر د کانونو ساتنې کمېټې د پلاوي په حضور کې وپلورل شول.
په خبرپاڼه کې د پنجشیر د والي له قوله راغلي چې د دغه ولایت د زمردو د محصولاتو د پرلهپسې پلور له امله، له یوې خوا د دې ولایت د اوسېدونکو اقتصاد وده کړې او له بلې خوا د اسلامي امارت عواید هم زیات شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ژمي د موسم له پای ته رسېدو او د راتلونکي کال له پیل سره به د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر څو نویو تثبیت شویو کانونو، چې د زمردو او بیروج کانونه هم په کې شامل دي، کار پیل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د معادنو د استخراج د کچې پراختیا به د ډېرو ځوانانو لپاره د کارموندنې زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP