Language

ټایلنډ کې پر یوه رېل‌ګاډي د جرثقیل لوېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ټایلنډ په شمال‌ختیځ کې پر یوه مسافروړونکي رېل‌ګاډي د ساختماني جرثقیل لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه نن (چهارشنبه) سهار د ناخون راتچاسیما ولایت په سیکیو ولسوالۍ کې، د بنکاک له ښاره شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره شمال‌ختیځ لور ته شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې دغه اورګاډی د ټایلنډ له پلازمېنې څخه د اوبون راتچاتاني ولایت پر لور روان و.

سرچینې لیکلي چې اورګاډی جوړېدونکې ودانۍ ته څېرمه روان و چې پر کار بوخت جرثقیل پرې رالوېدلی، اورګاډۍ له رېله وتلی او اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

بربنیاد معلومات منبع، در این رویداد دست‌کم ۲۲ تن جان‌ باخته و ۸۰ تن دیگر زخمی شده‌اند.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.