Language

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه؛ یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د سره‌رود ولسوالۍ اړوند په قلعه‌شاهي سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د یوه لوري ۲۲ کلن ځوان ژوند له لاسه ورکړی او د بل لوري دوه کسان ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ له خلکو غوښتي ‎چې د هر ډول اختلافاتو د حل لپاره له قانوني لارو استفاده وکړي او خپل‌سري کړنې دې نه کوي.

Related Topics