Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: په ایران کې وژنې درول شوې دي؛ عراقچي تورونه «ترهګرو» ته متوجه کړي

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴): په ایران کې د وروستیو بدلونونو په تعقیب، د امریکا ولسمشر ویلي، ورته ویل شوي چې په ایران کې «وژنې» درول شوې دي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې «ترهګرو» خلک وژل، څو د قربانیانو شمېر ډېر شي او ټرمپ مداخلې ته اړ شي.

په ایران کې د اقتصادي ستونزو او د تومان د ارزښت ټیټېدو له امله په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن اعتراضات پیل شول. ځینو سرچینو راپور ورکړی چې د دغو اعتراضونو پر مهال شاوخوا ۴۸ امنیتي سرتېري او ۴۸۳ لاریون‌کوونکي وژل شوي، خو نورې سرچینې ادعا کوي چې دا شمېر څه باندې دوه زره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې که اعتراض‌کوونکي وځپل شي، امریکا به د هغوی د ملاتړ لپاره مداخله وکړي او د ایران پر وړاندې به «سخت اقدام» وکړي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ اوس ویلي، «باوري سرچینو» ورته ویلي چې په ایران کې وژنې درول شوې دي او اعدامونه به هم ودرول شي. هغه دا خبرداری هم ورکړی چې که «وژنې یا اعدامونه» بیا پیل شي، امریکا به غبرګون وښيي.

خو سیدعباس عراقچي له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د وژل شوو کسانو د شمېر لوړېدو لامل دا دی چې د ده په وینا، «د اسرائیلو له لوري سمبال شوي ترهګر» د له مخکې جوړ شوي پلان له مخې «پر پولیسو او خلکو ډزې وکړې، څو د وژل شوو شمېر زیات شي» او د ټرمپ د مداخلې زمینه برابره شي.

عراقچي د وژل شوو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې چې د ایران له امنیتي ځواکونو سره د داعش ډلې ته ورته چلند شوی دی. د هغه په وینا، «د هغوی سرونه پرې شوي یا ژوندي سوځول شوي دي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.