Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ، افغانستان سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومې ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله لومړی لوبه کې سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه.

د نننې لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او د افغان لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۶ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې فیصل خان شینوزاده ۸۱، خالد احمدزي ۷۳ او عزیر الله خان نیازي ۵۱ منډې وکړې.
د سوېلي افریقا لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په ۴۸م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۸ منډې وکړی او د ۲۸ منډو په توپیر افغانستان ته لوبه وبایلله.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو پنځوس اوریزه نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د زمبابوې او نمیبیا په کوربه‌توب روانې دي.
د یادونې وړ ده، افغان لوبډله به په نړۍوال جام کې خپله دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۸مه له ويسټ‌انډیز سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.