Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر کې د ا.ا سفیر د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره لیدلي

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴): په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره لیدلي او د افغان کډوالو لپاره يې د دې ادارې د مرستو زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت پر اېکس‌پاڼه راغلي چې سفیر محمدسهیل شاهین د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیال وینسا متار سره ولیدل.
د سرچینې په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لورو له ایران او پاکستان څخه د راستنو شوو افغانانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د عالي کمېشنرۍ له لوري د بشري مرستو برابرولو اړوند موضوعات يې وڅېړل.
شاهین د کډوالو برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له هڅو مننه وکړه او د یادې ادارې د ملاتړکوونکي او بشردوستانه رول پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي هیله وښوده چې ملګري ملتونه به له افغان کډوالو سره د مرستې برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.