کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د نوینالحق په ښۍ اوږه کې د ستونزې له امله هغه د ویسټانډیز پر وړاندې لوبلړۍ او نړۍوال شلاوریز جام سیالیو کې ګډون نه کوي او پر ځای یې ضیاالرحمن شریفي د ملي لوبډلې نوملړ ته شامل شوی دی.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اړوند ډاکټرانو د طبي راپور له مخې، د نوینالحق د ښۍ اوږې په هډوکي کې جوړ شوی درز (Stress Fracture) لا نه دی رغېدلی او درد لري.
نوینالحق د درملنې لپاره انګلیستان ته لېږل شوی، پر همدې اساس به ونه شي کولای د ویسټانډیز پر وړاندې لوبلړۍ او د راتلونکي نړۍوال شلاوریز جام سیالیو کې برخه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پرېکړې پر اساس، ضیاالرحمن شریفي چې د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ کې په احتیاطي لوبغاړو کې و، اوس د نوینالحق پر ځای راوستل شوی او فرید ملک احتیاطي لوبغاړو کې اضافه شوی دی.
د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۲مه په متحده عربي اماراتو کې له ویسټانډیز سره درې شلاوریزې لوبې ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP