Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د غوړیو او بورې بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د غوړیو، بورې او ډیزل تېلو بیې لوړې، خو د پټرول تېلو، اوبلن ګاز او عربي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۲۰۵۰ څخه ۲۱۰۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره چې په کابل ښار کې د دغو توکو بیې د هغو د وارداتو کمېدو له امله لوړې شوې دي.

خو هغه وايي، نن لکه د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وریجو بیه ۳۵۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۴۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځینو توکو د پرچون پلور بیې له عمده پلور بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د خوراکي توکو یو پرچون‌پلورونکی حامد صوفي‌زاده وايي چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وریجو بیه ۳۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۳۰ افغانۍ ده.

نفتي توکي

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې د نړۍوالو بیو ټیټېدو له امله نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۱ څخه ۶۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

خو هغه وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو لېتر ډېزل تېلو بیه له ۵۹ څخه ۶۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په کابل ښار کې د ډېزلو بیه ځکه لوړه شوې چې په نړۍوالو بازارونو کې د هغو بیه لوړه تللې ده.

دغه‌راز، د کابل ښار د دهن‌باغ سیمې یو دوکاندار محمدجان امین وايي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۶ څخه ۵۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

امین زیاتوي چې د وارداتو د زیاتوالي او د نړۍوالو بیو ټیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د مایع ګاز بیه یو څه لوېدلې  ده.

د سرو زرو بیې

د کابل ښار د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې  تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۵۰۰ څخه ۷۴۷۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

خو هغه وايي چې نن لکه د اوو ورځو مخکې په څېر ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۵۹۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د زرګرانو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون د هغو له نړۍوالو بازارونو سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار د سرای شهزاده یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وايي چې نن د یو امریکایي ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۷ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي په ۲۰مه د یو امریکایي ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۱۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.