Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزې پر ادارې د څار پلاوي د غړو اعلان او د کارپوهانو اندېښنې

کابل (پژاوک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): سپینې ماڼې په داسې حال کې د غزې د لنډمهالې ادارې د څار لپاره «د سولې بورډ» غړي اعلان کړي چې د بشري حقونو ځینو کارپوهانو ویلي، د ټرمپ له لوري د یوې بهرنۍ سیمې د حکومتدارۍ څار د استعماري جوړښت بڼه لري.

رویټرز راپور ورکړی، سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د هغو کسانو نومونه اعلان کړل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې له مخې به دغه کسان د غزې پر لنډمهالې ادارې د نظارت لپاره د «سولې بورډ» غړي وي. دغه اعلان په داسې حال کې کېږي چې له اوربند وروسته هم په غزه کې تاوتریخوالی روان دی.

سرچینه زیاتوي، په اعلان شوو غړو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف د برېټانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر او د ټرمپ زوم جرد کوشنر شامل دي.

سرچینې لیکلي، د هغې طرحې له مخې چې د تېر کال په وروستیو کې په ډاګه شوه، په خپله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه بورډ مشر دی.

په راپور کې راغلي، په یاد بورډ کې میلیاردر او د خصوصي پانګونې اجرایي مدیر مارک روان، د نړۍوال بانک رییس اجی بانګا او د ټرمپ سلاکار رابرټ ګابریل هم شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ پخوانی استازی نیکولای ملادینوف د غزې لپاره د «ستر استازي» په توګه ټاکل شوی دی. سپینې ماڼۍ د پلاوي د غړو مسوولیتونه نه دي واضح کړي.

رویټرز لیکلي: «د بشري حقونو ډېری کارپوهانو او ملاتړو ویلي چې د ټرمپ له لوري د یوې بهرنۍ سیمې د حکومتولۍ د څار لپاره د پلاوي مشري د استعماري جوړښت په څېر ښکاري، دغه‌راز د ټوني بلیر حضور، د عراق په جګړه کې د هغه رول له امله له نیوکو سره مخ شوی و.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوه طرحه – چې شل مادې لري- د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره مطرح کړه چې په‌کې پر بېړني اوربند، د بندیانو تبادله، له غزې د اسرائيلي ځواکونو تدریجي شاتګ، له حماسه د وسلو ټولول او د یوه نړۍوال بنسټ تر هدایت لاندې د یوه لنډمهالي حکومت جوړول په‌کې شامل دي.

د راپورونو له مخې، په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب اوربند د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لسمې نافذ شوی و، خو د فلسطیني سرچینو په وینا، اسرائیل لا هم په غزه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او له اوربند راهیسې یې په بریدونو کې ۴۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۹۹ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه ښیي چې په غزه کې د جګړې له پیله راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۷۱ زره نور ټپیان شوي دي.

درې ورځې مخکې په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف ویلي وو چې‎ د غزې لپاره د ټرمپ شل ماده‌ییزه طرحه د عملي کېدو په حال کې ده.

هغه څرګنده کړې وه چې په دویم پړاو کې به پر فلسطین د حکومت او «د غزې د بیارغونې او بې‌وسلې کولو» لپاره یو انتقالي حکومت جوړ شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.