کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د بلوچستان په خاران ولسوالۍ کې یوې وسلهوالې ډلې د پولیسو پر یوه مرکز او دوو بانکونو برید کړی، درې میلیونه او څلور سوه زره پاکستانۍ روپۍ یې له ځان سره وړې او وروسته په درېیو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۲ وسلهوال وژل شوي دي.
د جيونيـوز د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ایاېسپيار) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ وسلهوالو د جنورۍ په ۱۵مه په خاران ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز، د پاکستان پر ملي بانک او پر یوه خصوصي بانک برید وکړ او ۳.۴ میلیونه پاکستانۍ روپۍ یې له ځان سره یووړې.
ایاېسپيار زیاتوي چې وروسته په دې ولسوالۍ کې په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۲ وسلهوال وژل شوي دي.
یادې ادارې دا ادعا هم کړې چې له یادو وسلهوالو سره «د هند ملاتړ» و.
تر اوسه هیڅ ډلې پر د پولیسو پر یاد مرکز او دوو بانکونو د برید مسوولیت نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP