Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سپینه ماڼۍ په ایران کې د اعدامونو ځنډېدو ادعا کوي؛ تهران وايي د اعدامونو لپاره هیڅ پلان نه لري

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴): سپینې ماڼۍ ویلي، د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ، په ایران کې د شاوخوا ۸۰۰ اعدامونو حکمونه ځنډول شوي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې تهران د معترضینو د اعدام لپاره هيڅ پلان نه لري.

د راپورونو له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ادعا کړې ده: «ولسمشر (ډونالډ ټرمپ) د پنجشنبې په ورځ داسې معلومات ترلاسه کړل، هغه ۸۰۰ اعدامونه چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ ترسره شي، ځنډول شوي دي. ولسمشر او د هغه ټیم وضعیت له نږدې څاري او ټول واکونه له ولسمشر سره دي.»

هغې یو ځل بیا ویلي چې ټرمپ د ایران حکومت ته پیغام لېږلی، که چېرې «وژنې» دوام وکړي، جدي پایلې به ولري.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ د معترضینو د اعدام د کوم پلان د شتون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «په دار د راځړولو برخه کې هيڅ ډول پلان نشته.»

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه د ایران په اړه د امریکا په غوښتنه د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته جوړه شوه.

په دې غونډه کې امریکا اعلان وکړ چې د ایران په اړه ټول انتخابونه د مېز پر سر دي؛ ایران خبرداری ورکړ چې هر ډول تېري ته به قانوني ځواب ورکړي، روسیې له واشنګټنه وغوښتل چې عقلانیت ته راوګرځي او ملګرو ملتونو د ټولو اړخونو پر زغم او ځان‌ساتنې ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.