هرات (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): په هرات ښار کې د کثافاتو ډېرېدو په اړه د اندېښنو په تړاو د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته اوس یو شمېر ښاریان وايي چې په وروستیو ورځو کې د ښار د پاکوالي وضعیت ښه شوی او ښاروالي هم خبر ورکوي چې د کثافاتو ټولولو کچه یې لوړه کړې ده.
پژواک خبري اژانس د روانې میاشتې (مرغومي) په لسمه «په ښار کې دې کثافتدانۍ ډېرې او کثافات دې منظم ټول شي» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و.
د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکو د ښار په ځینو برخو کې د کثافاتو ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له مسوولو ادارو یې غوښتي وو چې د کثافاتو د منظم ټولولو او د کثافاتدانيو د شمېر ډېرولو لپاره جدي پاملرنه وکړي.
هغوی ویلي وو چې په ښار کې کثافات د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو لامل ګرځي او کثافاتدانۍ باید پر وخت تشې شي.
خو اوس د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښار د پاکوالي وضعیت ښه شوی دی.
د هرات ښار د منارو ساحې اوسېدونکی بلالاحمد وايي، هغه کثافات چې څه موده د منارو شاوخوا کې راټول شوي وو، اوس پر وخت ټولېږي او لېږدول کېږي، او د دغه بهیر دوام کولای شي د سیمې خلک له بېلابېلو ناروغیو خوندي شي.
د هرات ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکی محمدناصر د ښاروالۍ د تنظیف ټیم د ښه مدیریت په اړه خوښي څرګندوي او وايي، سره له دې چې د دوی په کوڅه کې کثافاتدانۍ لګېدلې، خو سیار ټیمونه یوه ورځ وروسته کور په کور کثافات ټولوي او لېږدوي.
هغه له مسوولینو غواړي چې د کثافاتو مدیریت ته لا ډېره پاملرنه وکړي، څو د ګرمۍ په موسم کې هم خلک له ستونزو سره مخ نه شي.
په ورځ کې له ۸۰۰ مترمکعب څخه ۹۰۰ مترمکعب ته د کثافاتو ټولولو کچې رسېدل
د هرات ښاروالۍ د پژواک خبري اژانس د مرغومي د لسمې په راپور کې ویلي وو چې هره ورځ نږدې ۸۰۰ مترمکعب کثافات د ښار له سطحې راټولېږي او د ښاره بهر لېږدول کېږي.
خو د ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي چې دغه اندازه اوس په ورځ کې ۹۰۰ مترمکعب ته لوړه شوې او د ښاروالۍ د تنظیف ټیم له خوا راټولېږي او له ښاره بهر لېږدول کېږي.
ارمل د ټولنیزو ستونزو کمېدو او له اړوندو ادارو سره د همکارۍ برخو کې د رسنیو رول وستایه ویې ویل چې د دغه ولایت ښاروالي خپله دنده په لا منظم او همغږې ډول پر مخ وړي.
هغه زیاته کړه چې د کانالونو پاکول، د کثافاتو راټولول او د سړکونو او پلي لارو جارو کول د هرات ښاروالۍ د تنظیف د کارکوونکو له ورځنیو فعالیتونو دي چې شپه او ورځ په دوو شفتونو کې ترسره کېږي.
د هرات ښاروالۍ ویاند له ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاک ساتلو کې د تنظیف له کارکوونکو سره همکاري وکړي او خپل کثافات په ټاکل شوو ځایونو کې کېږدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP