کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ویلي، تر هغه چې متحده ایالتونو ته د ګرینلنډ د واک اخیستو اجازه نه وي ورکړل شوې، د اتو اروپايي هېوادونو پر وړاندې به د تعرفو لوړېدو لړۍ روانه وي.
د بيبيسي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي ګرینلنډ، چې د ډنمارک یو ځپلواکه سیمه ده، تر خپل کنټرول لاندې راولي، او سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د پوځي ځواک کارولو ترڅنګ ټول انتخابونه د مېز پر سر دي.
ټرمپ څو ځلې ویلي چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري او ادعا یې کړې چې دغه ټاپو «له روسي او چیني بېړیو ډک» دی.
په همدې حال کې، رویټرز خبري اژانس د ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې هغه به د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې د ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسې، جرمني، هالنډ، فنلنډ او برېتانیا پر وارداتي توکو لس سلنه اضافي تعرفه ولګوي.
د امریکا ولسمشر ویلي: «دا تعرفې به د جون له لومړۍ نېټې ۲۵ سلنې ته لوړې شي او تر هغه به دوام ولري څو چې د ګرینلنډ د پېرلو لپاره د متحده ایالتونو له لوري یو تړون ترلاسه نه شي.»
هغه څو ځلې ټینګار کړی چې د ګرینلنډ له مالکیت پرته به په بله خبره راضي نه شي. د ډنمارک او ګرینلنډ مشرانو هم ویلي چې دغه ټاپو د پلورلو نه دی او نه غواړي د امریکا متحده ایالتونو برخه شي.
ټرمپ څرګنده کړې چې ګرینلنډ د خپل ستراتیژیک موقعیت او د سترو معدني زېرمو له امله د امریکا د امنیت لپاره حیاتي دی او د دغه ټاپو د نیولو لپاره یې د پوځي ځواک کارول نه دي رد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګرینلنډ د راتلونکي پر سر د سیاسي کړکېچونو زیاتېدو په اوج کې، پنځو اروپايي هېوادونو د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ دغه ستراتیژیک ټاپو ته د محدودو پوځي ځواکونو په لېږلو سره له ډنمارکه خپل عملي ملاتړ وښود.
ډنمارک هم اعلان کړی و چې د دغه ټاپو د امنیت د ټینګښت لپاره چې د ډونالد ټرمپ د پام وړ ګرځېدلی، د ناټو د «پراخ او دایمي حضور» په اړه به خپل پروګرامونه جاري ساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP