کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): اسلامي امارت په جده کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د قطر د استازي د دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې ډول غونډو کې باید د ا.ا استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په لومړۍ تخنیکي غونډه کې د قطر استازي د افغانستان پر وړاندې د یوې داسې متوازنې او ګډې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی چې په هېواد کې بشري اړتیاوو ته رسېدنه وکړي، مسوولانه سیاسي تعامل ته لاره هواره کړي او د افغانستان ځانګړو شرایطو ته په درناوي او د اسلامي همکاریو سازمان له اصولو سره سم د سولې او ثبات لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ ته زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي: «موږ په دغسې غونډو کې د افغانستان د حضور غوښتونکي یو، څو په ښه توګه خپله استازولي وکولای شي او د افغانستان وضعیت په ښه توګه تشریح کړي او له دې لارې د افغانستان په اړه نیول کېدونکي تصامیم اغېزناک تمام شي.»
هغه په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د قطر د دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې قطر د افغانستان په اړه کلیدي موضوعاتو ته اشاره کړې ده.
فطرت زیاته کړې، افغانستان تازه له جګړو راوتلی، همکاریو او پیوستون ته اړتیا لري او په هره برخه کې باید مرستې ورسره وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP