کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او غوښتنه یې کړې چې دغه هېواد دې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو ډډه وکړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «متاسفانه په پاکستان کې د مهاجرینو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، د پاکستان حکومت له لوري د مهاجرینو نیولو، ځورولو او له هغوی سره د ناوړه چلند پېښې زیاتې شوې دي.»
هغه له ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د کډوالۍ اصولو ته په پام په کوربه هېوادونو کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د ده په خبره، خپل هېواد ته د کډوالو راستنول اقتصادي همکاریو ته اړتیا چې باید په دې برخه کې مرسته وشي.
فطرت دغهراز ویلي، د پاکستان حکومت باید مجبور کړای شي چې د کډوالو حقونه ته پام او د کډوالۍ له نړۍوالو اصولو سره سم چلند وکړي او د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر (IOM)تېره ورځ راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په لومړیو لسو ورځو کې په پاکستان کې د افغان وګړو نیونه او توقیف د تېرې اونۍ په پرتله ۱۸ سلنه ډېر شوي دي. هغه درې اصلي سیمې چې تر ټولو ډېرې نیونې پکې شوې دي، چاغۍ، پښین او پلازمېنه اسلاماباد دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویاند احمدالله وثیق هم نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې یو میلیون او ۷۱۹ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه لیکلي چې دغه کسان په جبري او خپله خوښه راستانه شوي او دا لړۍ دوام لري.
د ده د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم افغان کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شوی، تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې ۳۰۴۶ نومرې وېشل شوې او دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP