Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره د افغانستان د شيعه‌وو عالي کمېسيون ولسي غونډه

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): په کابل کې د افغانستان د شيعه‌وو عالي کمېسيون له لوري د «اسلامي نظام د ټينګښت او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره ولسي ناسته» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې د اسلامي امارت غړو او علماوو ګډون په‌کې کړی و، د «دا ناسته د خلکو غږ او د یووالي او همغږۍ پیغام دی» تر شعار لاندې ترسره شوه.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسلکي او پاليسي مرستیال شیخ نورمحمد حقاني په دې ناسته کې وویل چې په قران‌کریم کې د الهي لارښوونې له مخې، مسلمانان باید اختلاف ونه لري؛ ځکه تفرقه مسلمانانو ته ډېر زیان رسوي.

هغه څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په څلورو کلونو کې د مسلمانانو ترمنځ د نه‌تفرقې نسخه عملي شوې ده او هڅه کېږي چې د افغانانو ترمنځ یووالی ټينګ او دوامدار پاتې شي.

هغه زیاته کړه چې نظام باید ملت او ملت باید نظام ته ژمن وي او خلک باید له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.

نوموړي یادونه وکړه چې نظامي جګړه اوس پای ته رسېدلې، خو فکري، تبليغاتي او رسنيزه جګړه لا هم روانه ده.

شیخ نورمحمد حقاني وویل چې اسلامي امارت ټول‌شمول دی او د هېواد له ټولو قومونو او ولایتونو په‌کې استازي شتون لري.

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هغو ټولو حقونو ته ژمن دی چې اسلام ښځو ته ورکړي دي.

د افغانستان د شيعه‌وو عالي کمېسيون عمومي رییس محمدعلي اخلاقي په دې ناسته کې وویل چې جګړه او اختلاف د یوې ټولنې له بدترینو حالاتو څخه شمېرل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په یوه ټولنه کې نظم او امنیت یوازې د دولت مسوولیت نه دی، بلکې خلک هم باید په دې برخه کې خپله ونډه واخلي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې امنیت، سوله او ثبات د ګاونډیو هېوادونو په ګټه دي او که هېوادونه هڅه وکړي چې په افغانستان کې اختلاف رامنځته شي، نو هيڅ هېواد به ترې ګټه وانه خلي.

هغه وویل چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له پلوه په سیمه کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني او له افغانستان سره تعامل راودانګي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم په دې ناسته کې وویل چې اوس د روایتونو جګړه روانه ده او دښمن غواړي د خلکو فکرونه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

هغه ټینګار وکړ چې خلک باید د روایتونو جګړې پر وړاندې ویښ وي او مقاومت وښيي.

نظري وویل چې اسلامي امارت د خپل سیاسي استقلال برخه کې په سیمه کې تر ټولو خپلواک نظام دی او دا چې افغانستان له کوم هېواد سره اړیکې ولري، پرېکړه یې د ملي ګټو پر بنسټ کېږي.

دیني عالم حجت‌الاسلام سیدحسن فاضل‌زاده وویل چې د تفرقو مخنیوی باید د اسلامي امارت له لوري وشي.

هغه څرګنده کړه چې شيعه‌ګان د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او د مرستو او همکارۍ برخه کې به له هیڅ ډول هڅې درېغ ونه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.