کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): په کابل کې د چاپان سفیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د ۱۹،۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې چې د کډوالو او نورو بشري برخو کې به ولګول شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر کینیچي ماساموتو سره وکتل.
د جاپان سفیر ویلي، توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زېږدیز کال پورې له افغانستان سره په بشري، د کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو، د ښځو د لاسنیوي او ځينو نورو برخو کې ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا کړې ده.
هغه له نشهیي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او بشپړ امنیت برخو کې د اسلامي امارت لاستهراوړنې د پام وړ بللې او ویلي یې دي چې توکیو له افغانستان سره ګډ کار ته دوام ورکوي او جاپان د افغانانو ارزښتونو ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
ده ویلي، د جاپان حکومت له افغانانو سره د خپلو مرستو پر دوام ۱۹،۵ میلیونه ډالرو کڅوړه تصویب کړې چې د کډوالو په ګډون په ځینو نورو بشري برخو کې به ولګېږي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، فغانستان د اقلیمي بدلون او بهرنیو اشغالونو له امله له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده چې نړۍوال د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي او په پراختیايي چارو کې برخه واخلي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
مولوي کبیر د جاپان په کډون له نړۍوالو غوښتي چې راستنو شوو ته د کاري فرصتونو چمتو کېدو په موخه ټولګټې پروژې پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP