میدانښار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوه پخواني ماین چاودنه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز په پولادخانې سیمه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چاودنه هغه مهال شوې چې یاد ماشومان د بوټو په ټولولو بوخت وو.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې په دې پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP