منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

میدان‌وردګو کې د ماین چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۰ کتنې · تازه شوی

میدان‌ښار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوه پخواني ماین چاودنه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز په پولادخانې سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چاودنه هغه مهال شوې چې یاد ماشومان د بوټو په ټولولو بوخت وو.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې په دې پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.