کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۴): چین، پاکستان او په کور دننه ځینو سیاستوالو په کابل کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې او بجینګ له ا.ا څخه د پېښې څېړلو غوښتنه کړې ده؛ ویلي یې دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغانستان او سیمې هېوادونو له ګډو هڅو ملاتړ کوي.
دغه چاودنه پرون مازدیګر د کابل ښار د شهرنو د ګلفروشۍ کوڅه کې د چيني مسلمانانو او افغانانو په ګډ رستورانټ(Chinese Noodle) کې وشوه او د راپورونو له مخې، مسوولیت یې د داعش ډلې منلی دی.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر لسو ډېر ټپيان شوي، خو د کابل ايمرجنسي روغتون ویلي چې له یادې چاودنې وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون شل کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې له ډلې اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا (Xinhua) د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون په یوه خبري ناسته کې ویلي چې په دغه برید کې یو چینی وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې د ټپیانو درملنې لپاره هیڅ ډول هڅې ونه سپموي، د چیني وګړو د پروژو او موسساتو د امنیت لپاره دې جدي اقدمات په پام کې ونیسي او د دغه برید په اړه دې هر اړخیزې څېړنې ترسره او عاملین یې دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپل هېواد له وګړو غوښتي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو دې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر نه کوي.
ګو جیاکون ټینګار کړی چې چین «هر ډول ترهګري» غندي، ورسره کلک مخالفت لري او د افغانستان او سیمې هېوادونو د ګډو هڅو ملاتړ کوي څو له «ترهګرو ډلو او تاوتریخجنو فعالیتونو» سره مقابله وشي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په کابل کې د چیني مسلمانانو او افغانانو پر ګډ رسټورانټ برید غندلی او د دغه برید له امله یې پر اوښتې مرګژوبله خواشینې څرګنده کړې ده.
هغه د افغانستان د پرمختګ برخه کې د چینایانو هڅې ستایلې دي.
حامد کرزي او ډاکټر عبدالله هم دغه برید غندلی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د کابل د شهرنو په چاینیز رسټورانټ کې د چاودنې له امله پر اوښتې مرکژوبلې خپل ژور خپګان څرګندوم او دغه برید غندم. د قربانیانو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.»
د پخواني حکومت پر مهال د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله مطبوعاتي دفتر لیکلي: «ډاکټر عبدالله عبدالله، په کابل کې د تېرې ورځې ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندي او دا ډول غیرانساني اعمال د اسلام، انسانیت او د افغانستان د خلکو د ارادې پر ضد ګڼي او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP