Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان تانزانیا ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، سلواغې لومړۍ ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان تانزانیا ته ماتې ورکړه او په دې سره یې  په دغو سیالیو کې پرلپسې درېیمه بریا خپله کړه.
د نننې لوبې پچه د تانزانیا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د تانزانیا لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۳۶م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۵ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نصرت نورستاني پنځه، عزیر الله خان نیازي دوه، واحدالله ځدراڼ او خاطر ستانکزي د تانزانیا یو – یو لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۱۳م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او د ۹ وېکټو په توپیر یې تانزانیا ته ماتې ورکړه او په دې سره یې په خپل ګروپ کې پرلپسې درې واړه لوبې وګټلې.
له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو پنځوس اوریزه نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د زمبابوې او نمیبیا په کوربه‌توب روانې دي.
دغه راز افغانستان له دې مخکې په دغو سیالیو کې سوېلي افریقا او ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.